د طالبانو ډلې ځواکونو ننګرهار ولایت ته څېرمه د پاکستان پر یوې سرحدي پوستې برید کړی دی. د دې ډلې د ۲۰۱ قول اردو ویاند اعلان کړی چې دا برید د هاوان په مټ شوی دی.

د دې نښتې په پایله کې، د پاکستان سرحدي پوسته په نښه شوې او په بشپړ ډول ویجاړه شوې ده. دا پېښه په وروستیو میاشتو کې د دواړو لورو ترمنځ د سرحدي کړکېچونو زیاتوالی ښيي.

تر دې وړاندې، پاکستاني چارواکو ادعا کړې وه چې د سرحدي نښتو له پیل راهیسې ۵۸۳ طالب جنګیالي وژل شوي دي. د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې کړکېچ لا هم یوه جدي امنیتي ننګونه ګڼل کیږي.

#طالبان #پاکستان #ننګرهار #سرحدي\_نښته #افغانستان #امنیت #ډیورنډ\_کرښه

Author