له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو له تړل کیدو څو کلونو تیریدو وروسته، اوس په کابل کې دیني مدرسې د نجونو د زده کړې لپاره یوازینۍ لاره ګرځیدلې ده. په دې مرکزونو کې د نجونو شمیر خورا ډیر شوی دی.

ښوونکي وایي چې کورنۍ د خپلو ماشومانو د باسواده ساتلو لپاره هغوی دې مذهبي بنسټونو ته لیږي. له دې سره سره، ډیری نجونې په دې باور دي چې دا مدرسې نشي کولای د عصري ښوونځیو بشپړ ځای ونیسي.

د طالبانو حکومت اعلان کړی چې په ټول هیواد کې زرګونه نوې مدرسې جوړې شوې دي. خو افغان نجونې لا هم د خپلو هیلو پوره کولو لپاره د رسمي ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو پرانستلو ته سترګې په لار دي.

#د\_نجونو\_زده\_کړې #افغان\_نجونې #افغانستان

🌐

Author