سعودي عربستان د یوې رسمي اعلامیې په خپرولو سره د ایران اسلامي جمهوریت ته خبرداری ورکړی دی. ریاض ټینګار کړی چې که تهران پر عربي هېوادونو خپلو بریدونو ته دوام ورکړي، تر ټولو لوی بایلونکی به وي.

دا تنده اعلامیه وروسته له هغې خپره شوه چې په سعودي کې د تیلو یو ډګر د بې پیلوټه الوتکې په تازه برید کې په نښه شو. ریاض د ایران د ولسمشر هغه ادعا په کلکه رد کړه چې ګواکې د خلیج پر هېوادونو بریدونه درول شوي دي.

د سعودي د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې چې ایران په بې بنسټه پلمو خپل تیري ته دوام ورکوي. دوی خبرداری ورکړی چې دا بریدونه د دواړو هېوادونو د اړیکو او د منځني ختیځ د امنیت لپاره جدي پایلې درلودلی شي.

#سعودي\_عربستان #ایران #سیاسي\_کړکېچ #بې\_پیلوټه\_برید #منځنی\_ختیځ #د\_خلیج\_هېوادونه #تیل

Author