د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) ویلي چې له ایران څخه هېواد ته ستنېدونکي افغان ماشومان له نامعلوم راتلونکي او سختو بشري اړتیاوو سره مخ دي. ډېری کورنۍ ستړې او اندېښمنې پولو ته رسیږي.
د یونیسف استازي تاج الدین اویواله ټینګار وکړ چې یوازې په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا درې میلیونه افغانان له ګاونډیو هېوادونو څخه راستانه شوي دي. بې سرپرسته ماشومان د تاوتریخوالي، خوارځواکۍ او تښتونې له جدي ګواښ سره مخ دي.
دې نړیوالې ادارې ویلي چې د راستنېدونکو زیاتوالي په هر ولایت کې پر روغتونونو او لومړنیو خدماتو دروند فشار راوړی دی. یونیسف د دغو زیان منونکو ماشومانو د ملاتړ لپاره د بیړنیو مالي او روغتیایی مرستو غوښتنه کړې ده. #مهاجرت #افغان\_ماشومان #یونیسف