د طالبانو ډلې چارواکو ویلي چې د پکتیا، پکتیکا، خوست او نورستان په ګډون د څو ولایتونو په سرحدي سیمو کې د پاکستاني پوځیانو بریدونه دوام لري. دغو نښتو افغان ملکیانو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

د طالبانو ډلې د ویاندویانو په وینا، د پاکستان لخوا د لسګونو توپونو او هاوانونو د توغولو له امله ګڼ شمېر د استوګنې کورونه ویجاړ شوي او یو شمېر کلیوال د خپلو سیمو پرېښودو ته اړ شوي دي.

په ورته وخت کې، پاکستان ادعا کوي چې د افغانستان خاوره د ترهګرو ډلو لپاره خوندي پټنځای دی. د قطر لومړي وزیر هم د دغو جګړو پر دوام اندېښنه ښودلې او دا یې د سیمې ثبات ته ګواښ بللی دی. #افغانستان #پاکستان #سرحدي\_نښتې

Author