د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د عمان د بهرنیو چارو وزیر بدر ابوسعیدي سره تلیفوني اړیکه ونیوله او د پاکستان سره د وروستیو تاوتریخوالیو پر سر یې خبرې وکړې.

متقي د پاکستان د بریدونو او د دفاعي ځوابي اقداماتو پر وړاندې د طالبانو دریځ توضیح کړ. دواړو اړخونو د منځني ختیځ پرمختګونه اندیښمونکي وبلل او د ایران پر وړاندې د امریکا او اسرائیلو تجاوز یې وغندل.

متقي له دې وړاندې د پاکستان د وضعیت پر سر له چین، روسیې او قطر استازو سره هم خبرې کړي وې او ټینګار یې کړی چې د طالبانو اداره د یوې تپل شوې جګړې سره مخامخ ده.

#افغانستان #طالبان #پاکستان #عمان #دیپلوماسي

Author