د ازبکستان د پانګونې وزارت چارواکو اعلان کړی چې د افغان ټرانس دهلیز د اقتصادي او تخنیکي طرحې د چمتو کولو بهیر یوه نوي او فعال پړاو ته داخل شوی دی. تمه کیږي چې دا بهیر د روان میلادي کال تر پایه بشپړ شي.
شوخرخ ګلیاموف د ترمذ په ناسته کې وویل چې د دې سترې پروژې ساحوي څېړنې پیل شوې دي. هغه خپل کاري ټیم ته دنده سپارلې ترڅو اړوندو حکومتونو ته دقیقې شمېرې وړاندې کړي چې راتلونکی مسیر روښانه شي.
دغه ازبک چارواکي دا ټرانزیټي دهلیز د سیمې یوه تاریخي پروژه بللې چې مرکزي اسیا به له سویلي اسیا سره ونښلوي. هغه دا هم ویلي چې ښايي دا پروژه په راتلونکي کې د افغانستان دننه په یوه پراخه شبکه بدله شي.
#اقتصاد #ټرانیزټ #افغانستان #ازبکستان
🌐