د نړیوال انرژۍ ادارې اعلان وکړ چې ډېر ژر به خپلې بیړنۍ تېلو زېرمې نړیوالو بازارونو ته وړاندې کړي. د دې اعلان له مخې، د امریکا د لویې وچې هېوادونه به ۱۷۲.۲ میلیونه بشکې تېل وړاندې کړي.

دا پرېکړه د هرمز په سمندري تنګي کې د کړکېچ له زیاتوالي او په نړیوالو بازارونو کې د تېلو د نرخونو له بدلون وروسته ونیول شوه. د هرمز سمندري تنګی په نړۍ کې د تېلو د لېږد یو له مهمو لارو څخه دی.

کارپوهان باور لري چې دا اقدام کولی شي په نړیوالو بازارونو کې د تېلو د نرخونو په ثبات کې مرسته وکړي او د نورو نرخونو له زیاتوالي مخنیوی وکړي. #تېل #د\_انرژۍ\_اداره #د\_هرمز\_تنګی #نړیوال\_بازار

Author