یورګن هابرماس، الماني فیلسوف او ټولنیز تیوریسین او د معاصر فکر یو اغېزمن څېره، په ۹۶ کلنۍ کې مړ شو. هغه د دویمې نړیوالې جګړې وروسته د اروپا یو له مهمو فکر کوونکو څخه و.
هابرماس په ۱۹۲۹ کال کې د آلمان په دوسلدورف ښار کې زېږېدلی و او د انتقادي تیورۍ او د فرانکفورټ د فکري مکتب یو له مخکښو استازو څخه شو. د هغه یو له مهمو اثارو څخه د عامه ساحې جوړښتي بدلون کتاب دی.
هغه د خپل ژوند په اوږدو کې د اخلاقو، سیاست، قانون او عصري ټولنې په اړه ډېر اثار خپاره کړل. ډېری څېړونکي هغه د ډیموکراسۍ د تیورۍ په برخه کې له مهمو معاصرو فیلسوفانو څخه ګڼي. #یورګن\_هابرماس #فلسفه #المان #مرګ