د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند اعلان کړی چې هیواد یې د ماشومانو د واکسیناسیون پروګرام د پیاوړتیا لپاره افغانستان سره دیارلس ټنه واکسین او طبي توکي مرسته کړې. دا مرسته د نړیوالو بنسټونو په همکارۍ وسپارل شوه.

دا مرستې د روغتیا نړیوال سازمان او یونیسف له لارې د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت چارواکو ته سپارل شوي دي. د توبرکلوز ناروغي لاهم په نړۍ او افغانستان کې د مړینې یو له مهمو لاملونو څخه شمیرل کیږي.

د شته احصایو له مخې، هر کال په افغانستان کې زرګونه کسان په توبرکلوز اخته کیږي. روغتیایی خدماتو ته محدود لاسرسی او د تشخیص اسانتیاوو نشتوالی په هیواد کې د دې ناروغۍ د دوام اصلي لاملونه بلل کیږي.

#هند #افغانستان #روغتیا #واکسین

🌐

Author