د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش اعلان کړی چې دا اداره د هرمز تنګي د ساتنې د میکانیزم مدیریت ته بشپړ چمتووالی لري. هغه تایید کړه چې د دې مسلې د څېړلو او په سیمه کې د کړکېچ د کمولو لپاره ځانګړې کاري ډلې هم جوړې شوې دي.
ښاغلي ګوتریش له رسنیو سره په مرکه کې ټینګار وکړ چې ملګري ملتونه کولای شي د دې مهمې اوبلارې د امنیتي طرحو یوه برخه واوسي. خو هغه زیاته کړه چې غوره به وي دا بهیر د امریکا متحده ایالاتو او نورو ښکېلو هېوادونو په مستقیمه همکارۍ پرمخ ولاړ شي.
د ملګرو ملتونو اصلي موخه په فارس خلیج کې د ثبات رامنځته کول او د انرژۍ د لېږد د دې حیاتي لارې امنیت تضمینول دي. د ملګرو ملتونو سرمنشي وویل چې دا نړیوال سازمان چمتو دی ترڅو په سیمه کې د لا زیاتو شخړو د مخنیوي لپاره اغېزمن اجرایوي رول ولوبوي. #هرمز\_تنګی #ملګري\_ملتونه