په اروپا کې د وروستیو واورو اورښت سره سم، هلته میشتو افغانانو د “یخ شیر” جوړولو ویډیوګانې په ټولنیزو رسنیو کې خپرې کړي چې ډیر پام یې ځانته اړولی دی. افغانان په پاکه واوره کې د خپلې خوښې موادو په کارولو سره دا مشهوره وطني خوږه جوړوي او له نورو سره یې شریکوي . دا نوښت نه یوازې د مسافرو لپاره د تیر وخت خوږې یاودنې را ژوندۍ کړي، بلکه اروپایانو ته یې د افغانستان د کلتور یوه برخه ورپېژندلې ده.
ډیری خلک په دې باور دي چې دا کار په پردي ملک کې د کلتورونو ترمنځ د اړیکې یوه په زړه پورې لاره ده . د دغو ویډیوګانو هرکلی دومره زیات شوی چې اوس په ټولنیزو رسنیو کې یو مشهور ټرینډ ګرځیدلی دی.
په واوره کې د یخ شیر جوړول د هیوادوالو لپاره د کابل او نورو ولایتونو د ژمي هیر نه هیریدونکې شیبې ور په زادوي .

یخشیر #افغانستان #اروپا #کلتور #واوره #ژمی #مسافرت #ټریینډ #افغانيخوږه #یادونه

Author