د هند مشهور سیاستوال اسدالدین اویسي د خپلو ګاونډیانو په ځانګړي ډول افغانستان په وړاندې د پاکستان پر تګلارو سخته نیوکه کړې ده. هغه په خپلو تازه څرګندونو کې پاکستان د اسراییلو کوچنی ورور بللی او ویلي یې دي چې دا هېواد نه غواړي ګاونډیان یې په سوله کې ژوند وکړي.

د نوموړي دا غبرګون وروسته له هغه مخې ته راغی چې پاکستان په افغانستان کې پر یوه روغتون خونړی هوایي برید ترسره کړ. په دې خواشینوونکې پېښه کې شاوخوا څلور سوه کسان ووژل شول او دوه سوه او پنځوس نور ټپیان شول که څه هم پاکستان دا تورونه نه مني.

د کابل او اسلام اباد ترمنځ سرحدي تاوتریخوالی د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې خورا زیات شوی دی. سره له دې چې دواړو لورو تر اختر پورې د اوربند هوکړه کړې خو پر سرحدي مسایلو ناندرۍ لا هم روانې دي او وضعیت ترینګلی دی. #افغانستان #پاکستان

Author