د انرژۍ نړیوالې ادارې اعلان کړی چې په منځني ختیځ کې د جګړې له امله د تیلو د لا زیاتو زیرمو خلاصولو احتمال څیړي. د دې ادارې اجرایوي رییس وايي چې په دې اړه له اسیایي او اروپايي حکومتونو سره خبرې روانې دي.

فاتح بیرول ټینګار وکړ چې په دې اړه پریکړه د انرژۍ د بازار شرایطو پورې اړه لري او تر اوسه د دې اقدام د پیل لپاره د تیلو د قیمت کومه ځانګړې کچه نه ده ټاکل شوې. دا اداره وضعیت په دقت سره څاري.

هغه همدارنګه په سیمه کې اوسنی بحران خورا سخت وباله. بیرول د هرمز تنګي بیا پرانستل د نړیوالې انرژۍ پر بازار د فشار کمولو لپاره ترټولو مهمه حل لاره وبلله. #انرژي #تیل #منځنی\_ختیځ

Author