د شلمې پېړۍ په دویمه نیمايي کې، خورا سترې شتمنۍ یوه استثنا وه، نه کوم معمول قانون. میلیاردران وو، خو شمېر یې خورا کم او تر ډېره افسانوي و. نن ورځ، په ۲۰۲۶ کال کې، دا واقعیت په پراخه کچه بدل شوی دی. اوس نړۍ له ۲۷۰۰ څخه ډېر میلیاردران لري چې د دوی د شتمنۍ مجموعه شاوخوا ۱۵ تریلیون ډالره اټکل کېږي. هغه څه چې یو وخت د فوق العاده بریا سمبول و، نن د ټولنې په لوړه کچه کې په یوه نسبتاً عامه پدیده بدل شوی دی.

دې بدلون، یوه ژوره پوښتنه رامنځته کړې ده. آیا دا وده د پرمختګ نښه ده، او یا د یوه داسې عدم توازن (نا انډولۍ) ښکارندویي کوي چې اوسنۍ ټولنې لا هم د هغې په حلولو نه دي توانېدلې؟

د افراطي شتمنیو چټکه وده هغه چټکتیا چې میلیاردران په کې د زیاتېدو په حال کې دي، د پام وړ ده. یوازې په ۲۰۲۴ کال کې، د نړۍ د میلیاردرانو په ډله کې له ۲۰۰ څخه ډېر نوي میلیاردران ورزیات شول او هره اونۍ څو نوې شتمنۍ رامنځته شوې. دا چټکتیا د ټیکنالوژیکي نوښتونو، د نړیوالو بازارونو د پراختیا او د هغو مالي سیسټمونو پایله ده چې په لویه کچه ودې ته انعام ورکوي. په داسې حال کې چې نوښتونو بې له شکه د انسانانو ژوند ښه کړی دی، خو په ورته وخت کې یې د یو شمېر محدودو کسانو په لاس کې د شتمنۍ د راټولېدو چټکتیا هم زیاته کړې ده.

نړۍ له نابرابره وېش سره د دې شتمنۍ د زیاتوالي ترڅنګ، اقتصادي نابرابري خپلو تاریخي کچو ته رسېدلې ده. شمېرې خورا روښانه دي. د نړۍ لس سلنه تر ټولو شتمن خلک اوس د ټولې شتمنۍ شاوخوا ۷۵ سلنه په واک کې لري، په داسې حال کې چې د ټولنې پنځوس سلنه ټیټه پوړۍ (طبقه) یوازې شاوخوا ۲ سلنه شتمني لري. حتی د پام وړ لا دا ده چې یوه سلنه لوړه پوړۍ، د نړۍ د ۹۵ سلنه نفوس په پرتله ډېره شتمني په واک کې لري. دا شمېرې یوازې وچې احصایې نه دي، بلکې د هغه نړیوال اقتصادي جوړښت ښکارندویي کوي چې په کې فرصتونه او سرچینې په زیاتېدونکي ډول د یوې کوچنۍ ډلې په لاس کې متمرکزې شوې دي او د خلکو لویه برخه اقتصادي پرمختګ ته محدود لاسرسی لري.

د شتمنۍ د راټولېدو چټکتیا د میلیاردرانو د شتمنۍ وده نه یوازې لویه، بلکې خورا چټکه وه. په ۲۰۲۴ کال کې، د هغوی شتمني په یوه کال کې شاوخوا ۲ تریلیون ډالره زیاته شوه، چې هره ورځ نږدې ۵.۷ میلیارد ډالرو سره برابره ده. په ورته وخت کې، په ټوله نړۍ کې ډېری کورنۍ د ژوند د لګښتونو له زیاتوالي، د عایداتو د ودې له درېدو او مالي بې ثباتۍ سره مخ دي. په لوړه کچه د شتمنۍ د راټولېدو او په ټیټه کچه د اقتصادي فشار تر منځ دا مخ په زیاتېدونکې فاصله، د راتلونکي ثبات په اړه اندېښنې زیاتوي.

پر منځنۍ طبقه فشار شاید تر ټولو اندېښمنوونکی بهیر، د منځنۍ طبقې تدریجي کمزوري کېدل وي. په وروستیو لسیزو کې، د نړیوال عاید څخه د دې طبقې ونډه له ۳۹ سلنې څخه ۲۷ سلنې ته راټیټه شوې ده. په ورته وخت کې، اساسي لګښتونه لکه کور، روغتیایي خدمتونه او پوهنه په شدت سره لوړ شوي دي. د ډېری کورنیو لپاره، د مالي ثبات ساتل اوس د کمې ګټې په بدل کې ډېرې هڅې ته اړتیا لري. منځنۍ طبقه چې تل د باثباته اقتصاد ستنه ګڼل کېده، نن ورځ له مخ پر زیاتېدونکي فشار سره مخ ده.

شتمني او نفوذ په دې کچه شتمني په ندرت سره له نفوذ پرته پاتې کېږي. میلیاردران نه یوازې اقتصادي لوبغاړي دي، بلکې د صنعتونو، عامه افکارو او سیاستونو په جوړولو کې مهم اغېزکوونکي دي. دوی د نړۍ د لویو شرکتونو د مالکیت د پام وړ برخه په واک کې لري او په ځینو سیمو کې، د نړۍ د میلیاردرانو لویه برخه په یوه هېواد کې متمرکزه شوې ده. د تمرکز دا کچه، د شتمنۍ او ځواک ترمنځ د اړیکې په اړه مهمې پوښتنې رامنځته کوي، په ځانګړې توګه کله چې اقتصادي نفوذ له سیاسي او ټولنیزو سیسټمونو سره ګډېږي.

د توازن پوښتنه د میلیاردرانو شتون په خپله کومه ستونزه نه ده. نوښت، کارآفریني (تشبث)، او د خطر منل تل د اقتصادي ودې محرک وو. خو اندېښنه هغه وخت رامنځته کېږي چې شتمني په دومره کچه متمرکزه شي چې په ټولنه کې د فرصتونو توازن، نفوذ او عدالت بدل کړي. نن ورځ، د افرادو یوه کوچنۍ ډله د هېوادونو د اقتصاد په کچه شتمني په واک کې لري، په داسې حال کې چې میلیاردونه انسانان لا هم له اقتصادي ستونزو سره مخ دي. پوښتنه یوازې د شتمنۍ په اړه نه ده، بلکې د وېش د څرنګوالي، لاسرسي او د هغې نړۍ د ډول په اړه ده چې موږ یې د جوړولو په حال کې یو. آیا موږ د داسې راتلونکي پر لور روان یو چې په کې فرصتونه د ټولو لپاره پراخېږي؟ او یا داسې یوې دورې ته ننوځو چې په کې شتمني او ځواک تر پخوا ډېر د څو محدودو کسانو په لاس کې متمرکز کېږي؟

سرچینې:

  • اکسفام انټرنېشنل (Oxfam International): د نړیوالې نابرابرۍ او شتمنۍ د شمېرو راپورونه
  • د بریتانیا اکسفام (Oxfam GB): د شتمنۍ د ودې او نابرابرۍ کلنۍ شننې
  • الجزیره (Al Jazeera): د میلیاردرانو د ودې او د شتمنۍ د وېش په اړه راپورونه
  • د نړیوالې نابرابرۍ ډیټابیس (World Inequality Database): د عاید او شتمنۍ د وېش په اړه معلومات
  • Inequality.org: د شتمنۍ او اقتصادي ځواک د تمرکز اړوندې څېړنې

نور وجوهات

Author