د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې د هرمز تنګي د خلاصولو لپاره د اسلامي جمهوریت ته د هغه د اته څلویښت ساعته مهلت پایله به ډیره ښه وي. هغه خبرداری ورکړ چې ژر به څرګنده شي چې د بریښنا پر فابریکو به څه پیښیږي.
ټرمپ د خپلو خبرو په دوام کې ټینګار وکړ چې ایران به په بشپړه توګه ویجاړ شي او دا اقدام به ښې پایلې ولري. هغه تر دې وړاندې په ټروټ سوشل شبکه کې د یوه پیغام په خپرولو سره ایران ته جدي خبرداری ورکړی و.
د امریکا ولسمشر د یکشنبې په سهار وویل، که د ایران رژیم د هرمز تنګی په بشپړه توګه خلاص نه کړي، د امریکا متحده ایالات به د ایران د بریښنا ټولې فابریکې په نښه کړي. #ټرمپ #امریکا #ایران