په ننګرهار ولایت کې د ډیرو سختو بارانونو او د دوو کورونو د چتونو د پریوتو له امله یوې میرمنې خپل ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور کسان ټپیان شوي دي. دا خواشینونکې پیښه د غني خیلو په ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
په ننګرهار کې د طالبانو د حکومت امنیه قوماندانۍ دا خبر تایید کړی او ویلي یې دي چې ټپیان سمدستي د درملنې لپاره ځایي روغتون ته لیږدول شوي دي. په ورته وخت کې د دې ولایت په نازیانو ولسوالۍ کې هم ورته بله پیښه شوې ده.
په دې وروستیو ورځو کې د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې بارانونو او سیلابونو ډیر ځاني او مالي زیانونه اړولي دي. مسؤلو چارواکو د لسګونو کورونو د ویجاړیدو او د کرنیزو ځمکو د خرابیدو خبر ورکړی دی.
#ننګرهار #سیلابونه #طبیعي\_پیښې #افغانستان
🌐