د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې د افغان ښځو پر حقونو د طالبانو حکومت د محدودیتونو په اړه یوه لایحه تصویب کړه. دا طرحه د دواړو ګوندونو په ملاتړ تصویب شوې او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اړ کوي چې په یو سلو اتیا ورځو کې بشپړ راپور چمتو کړي.

د دې لایحې پر بنسټ، د افغان میرمنو پر زده کړو، کار او تګ راتګ محدودیتونه ښايي د بشریت ضد جنایت په توګه وپېژندل شي. امریکايي چارواکو د ښځو پر وړاندې د چلند له امله د طالبانو حکومت په کلکه غندلی دی.

د دې راپور اصلي موخه د طالبانو حکومت ځواب ویلو لپاره د قانوني بنسټ جوړول دي. که څه هم دا طرحه مخامخ بندیزونه نه لګوي، خو د راتلونکو پالیسیو او نړیوالو اقداماتو لپاره لاره هواروي.

#افغان\_ښځې #امریکا #بشري\_حقونه #د\_طالبانو\_حکومت

🌐

Author