جرمني رسنیو راپور ورکړی چې له دې هیواد څخه د افغان کډوالو د ویستلو یوه ځانګړې الوتنه د طالبانو د حکومت د نه همکارۍ له امله لغوه شوې ده. ټاکل شوې وه چې دې الوتنې د افغان کډوالو یوه ډله کابل ته ستنه کړې وای.
اصلي اختلاف په جرمني کې د افغانستان په سیاسي نمایندګیو کې د طالبانو د حکومت د ډیرو دیپلوماتانو د منلو پر سر دی. د جرمني د بهرنیو چارو وزارت له طالب چارواکو سره د سخت چلند غوښتونکی دی خو د کورنیو چارو وزارت یې نرم دریځ لري.
جرمني د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته د دریو کلونو لپاره د افغان کډوالو ویستل ځنډولي وو خو پدې وروستیو کې یې بیا پیل کړل. د افغان کډوالو اخراج لاهم د بشري حقونو د مدافع بنسټونو له سختو نیوکو سره مخ دی.
#جرمني #افغان #کډوال #طالبانو\_حکومت
🌐