د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ وویل چې د ایران پوځ په بشپړه توګه له منځه تللی دی. هغه په ټولنیزو رسنیو کې لیکلی چې د ایران ډیری پوځی وړتیاوې نور شتون نلری. ټرمپ ایران یو داسې هیواد وباله چې یوازې خبرې کوی.

په همدې حال کې د امریکا د پوځ مرکزی قوماندانۍ په ایران کې پر ځینو اهدافو د نویو بریدونو خبر ورکړ. دې بنسټ ویلی چې دا دفاعی بریدونه د دونالډ ټرمپ په امر او په هرمز تنګی کې د امریکایی چورلکې د راپریوتو په غبرګون کې شوی دی.

په دې بریدونو کې د ایران رادار اډې او د کنټرول مرکزونه په نښه شوی دی. په ورته وخت کې ایران اعلان وکړ چې په اردن کې یې د امریکایی ځواکونو اډه په لرې واټن ویشتونکو توغندیو په نښه کړې او د امریکا مهم پوځی مرکزونه یې ویجاړ کړی دی.

#امریکا #ایران #منځنی\_ختیځ

🌐

Author