باخبره سرچینو راپور ورکړی چې په پېښور کې د افغانستان او پاکستان د سولې په ګډه جرګه کې له افغانستان څخه هیڅ استازي ګډون نه دی کړی. دا ناسته یوازې د خیبر پښتونخوا د سیمه ییزو څېرو په شتون کې ترسره شوه.
دا جرګه چې څلور ساعته یې دوام وکړ، پرون د سرحدي سیمو پر ستونزو په تمرکز سره پای ته ورسېده. د دې ناستې ګډونوالو د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ د اوربند او د سولې خبرو د پیل غوښتنه وکړه.
جوړونکو هیله وښوده چې دا ډول ولسي ناستې وکولای شي مخ پر زیاتېدونکي تاوتریخوالي کم کړي. خو په دې جرګه کې د افغان استازو نشتوالي د هغې د اغېزمنتیا په اړه ډېرې پوښتنې راپورته کړې دي.
#پېښور\_جرګه #د\_طالبانو\_حکومت #پاکستان #سرحدي\_شخړې
🌐