د کریمیا په سیمه کې د روسیې د یوې پوځي باروړونکې الوتکې د لوېدو له امله د هغې ټول نهه ویشت سپرلۍ او عمله ووژل شول. دا خواشینوونکې پېښه د یوه عادي پرواز پر مهال رامنځته شوې ده.

د روسیې دفاع وزارت تایید کړې چې له دې الوتکې سره اړیکه د مسکو پر وخت ماښام شاوخوا شپږ بجې پرې شوه. د لټون او ژغورنې ټیمونه سمدستي سیمې ته استول شوي او د الوتکې پاتې شوني یې موندلي دي.

تر اوسه د دې پوځي الوتکې د لوېدو اصلي لامل نه دی په ډاګه شوی او روسي چارواکو هم نور معلومات نه دي ورکړي. د دې هوايي ناورین د دقیق لامل موندلو لپاره پلټنې روانې دي.

#روسیه #د\_الوتکې\_لوېدل #کریمیا #هوايي\_پېښه

🌐

Author