د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا کړې چې امریکا کولای شي له ایران سره روانه جګړه په دوو یا دریو اونیو کې پای ته ورسوي. هغه ټینګار وکړ چې د دې جګړې د درولو لپاره له تهران سره کوم مخکېني شرط یا ځانګړې هوکړې ته اړتیا نشته.
دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې واشنګټن مخکې ګواښ کړی و چې که د اوربند طرحه ونه منل شي، خپل بریدونه به ګړندي کړي. دا جګړه چې اوس په خپله پنځمه اونۍ کې ده، ډېر مالي او ځاني زیانونه یې اړولي دي.
په ورته وخت کې، راپورونه ښيي چې متحده عربي امارات د امریکايي ځواکونو په مرسته د هرمز تنګي د بیا پرانستلو هڅه کوي. ایراني چارواکو هم د امریکا څخه د پیغامونو ترلاسه کول تایید کړي خو دا یې رسمي خبرې نه دي بللي.
#امریکا #ایران #جګړه #ډونالډ\_ټرمپ
🌐