امریکايي رسنیو خبر ورکړی چې د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دې هېواد لویه څارنواله پم بوندي له دندې ګوښه کړې ده. دا پرېکړه په ناڅاپي ډول او په سپینه ماڼۍ کې د یوې لیدنې پر مهال هغې ته واورول شوه.

باخبره سرچینې وايي چې دا ګوښه کېدل حساسو قضیو ته په رسیدګۍ کې د بوندي له کړنو څخه د ټرمپ د نارضایتۍ له امله ترسره شوي دي. د سیاسي نیوکه کوونکو په قضایي تعقیب کې ځنډ او د جفري اپسټین د قضیې د مدیریت څرنګوالي د دې غوسې اصلي لاملونه وو.

ټرمپ په یوه انټرنیټي پیغام کې پم بوندي د یوې وفادارې ملګرې په توګه یاده کړې، خو ټاډ بلانش یې په لنډمهاله توګه د هغې ځای ناستی ټاکلی دی. ټاکل شوې چې بوندي به ژر د امریکا د استازو جرګې د څارنې کمېټې پر وړاندې د شاهدي ورکولو لپاره حاضره شي.

#امریکا #ډونالډټرمپ #سپینه\_ماڼۍ #سیاست #څارنواله

🌐

Author