د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لنډسي د طالبانو حکومت هغه نوی فرمان چې د جزایي محکمو چارې تنظیموي، ظالمانه بللی او د ژر تر ژره لغوه کېدو غوښتنه یې کړې ده. نوموړي د ملګرو ملتونو د کارپوهانو اندېښنې تایید کړې او ټینګار یې کړی چې د ټولو افغانانو حقونه باید خوندي شي.
تر دې وړاندې د ریچارډ بېنټ په مشرۍ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو یو شمېر کارپوهانو د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر ته په یوه لیک کې خبرداری ورکړی و چې دا فرمان بنسټیز حقونه کمزوري کوي. د دوی په وینا، دا پرېکړه د عادلانه محاکمې تضمین او روڼتیا نه لري.
مدافع وکیل ته د لاسرسي نشتوالی او د جرمونو مبهم تعریف د اندېښنو له مهمو ټکو څخه دي. کارپوهان خبرداری ورکوي چې دا وضعیت کولای شي د زیان منونکو ډلو پر وړاندې د قانون د خپلسري پلي کېدو لامل شي.
🌐
#افغانستان #بشري\_حقونه #طالبان #ملګري\_ملتونه