روسي رسنیو راپور ورکړی چې له روسیې او بلاروس څخه افغانستان ته د سون توکو واردات د روان میلادي کال په لومړیو دریو میاشتو کې څلور چنده زیات شوي دي. د دې وارداتو ټولیزه کچه له پنځه سوه او دیرش زره ټنو څخه اوښتې ده.

اقتصادي کارپوهان وایي چې دا زیاتوالی د لویدیځو بندیزونو وروسته ختیځو بازارونو ته د روسیې د صادراتو د مسیر بدلولو له امله دی. افغانستان له مسکو سره د رسمي هوکړې د نه درلودلو سره سره توانیدلی چې خپلې د سون توکو اړتیاوې پوره کړي.

له دې وړاندې د افغانستان د سون توکو لویه برخه له ایران څخه واردېده خو په منځني ختیځ کې وروستیو بدلونونو دا مسیرونه بدل کړي دي. د وارداتو د دې پام وړ زیاتوالي سره سره، د افغانستان په بازارونو کې د سون توکو بیې لا هم لوړې دي.

🌐 #افغانستان #اقتصاد #روسیه

Author