د طالبانو حکومت او پاکستان پلاویو د چین په اورومچي ښار کې مهمې مذاکرې پیل کړې دي. چین د دې خبرو اترو پر بهیر خوښي ښودلې او د طالبانو حکومت هم یوې هوکړې ته د رسیدو په ښه نیت پکې ګډون کړی دی.

دا خبرې په داسې حال کې ترسره کیږي چې پاکستان تر دې وړاندې هر ډول خبرې رد کړې وې او په افغانستان کې دننه یې خپلو بریدونو ته دوام ورکړی و. د سیمې هیوادونه په ځانګړي ډول چین هڅه کوي چې په ګاونډ کې د نویو بحرانونو د پراختیا مخه ونیسي.

پاکستان ټینګار کوي چې د تحریک طالبان پاکستان په ګډون د مخالفو ډلو مشران باید ورته وسپارل شي. د ملګرو ملتونو راپورونه ښیي چې د پاکستان د حکومت زرګونه مخالف وسله وال د افغانستان په خاوره کې میشت دي خو د طالبانو حکومت دا ادعا ردوي.

#افغانستان #پاکستان #چین #سیاست

🌐

Author