د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې د هرمز تنګي د خلاصولو لپاره د سه شنبې ضرب الاجل قطعي دی. هغه ټینګار وکړ چې د شخړې د حل لپاره د ایران وړاندیز مهم دی خو هیڅکله کافي نه دی.
ټرمپ خبرداری ورکړ چې د جګړې په صورت کې به ایران خپل ټول زیربناوې له لاسه ورکړي. هغه زیاته کړه چې د امریکا اصلي هدف د ایران اټومي وسلو ته د لاسرسي مخنیوی دی او دوی ډیر سخت انتخابونه هم لري.
ولسمشر د جګړې مخالفین احمقان وبلل او ویې ویل چې واشنګټن ایراني معترضینو ته وسلې ورکړې دي. خو ایران بیا تل د اټومي وسلو د جوړولو هڅې په کلکه ردوي او دا ادعاوې نه مني.
#امریکا #ایران #ټرمپ
🌐