د کډوالۍ نړیوال سازمان اعلان کړی چې په افغانستان کې شاوخوا څوارلس میلیونه افغانان روغتیایي خدماتو ته د لاسرسي لپاره بیړنیو مرستو ته اړتیا لري. دې بنسټ د روغتیا د نړیوالې ورځې سره په ورته وخت کې ټینګار کړی چې درملنې ته لاسرسی یو حیاتي ضرورت دی.
د دې سازمان په وینا بې وزلۍ کډوالۍ او شته محدودیتونو په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو لپاره روغتونونو او روغتیایي خدماتو ته لاسرسی ډیر ستونزمن کړی دی. د یوې راستنې شوې میرمنې کیسه ښیي چې څنګه په پوله کې د روغتیایي کارکونکو بیړنۍ مداخلې د هغې د ناروغ ماشوم ژوند وژغوره.
سازمان زیاته کړې چې د افغانستان د روغتیایي سیسټم ننګونې لاهم پاتې دي او د نړیوالو مرستو کمیدل پدې برخه لا ډیر فشار راوړي. په افغانستان کې د روغتیایي خدماتو ساتلو او زیان منونکو ټولنو سره د مرستې لپاره د نړیوالو ملاتړ دوام خورا مهم دی.
🌐 #افغانستان #روغتیا #نړیوال\_سازمان