هندي رسنیو تایید کړې چې د هرمز په تنګي کې پر نفت وړونکو بېړیو د ایران د توغندیزو بریدونو له امله دوه ورک شوي هندي ملوانان وژل شوي دي.
له دغو قربانیانو څخه یو یې اشیش کومار نومېږي چې د یکشنبې په ورځ پر «اسکای لایټ» بېړۍ د توغندي لګېدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ.
دا پېښه په داسې حال کې کېږي چې د ایران سپاه پاسداران د دوشنبې په ورځ رسماً د نړیوالو بېړیو پر مخ د هرمز تنګي د تړلو اعلان وکړ.

Author