د ایران دولتي رسنیو د دغه هیواد د نوي مشر مجتبی خامنه ای یو پیغام خپور کړی چې پکې یې په خلیج فارس کې د امریکا پر وړاندې ایران بریالی بللی دی. هغه ویلي چې د زیانونو سره سره دا جګړه د ایراني ځواکونو لپاره یوه لویه بریا ده.

دا پیغام د علي خامنه ای د مړینې د څلویښتمې ورځې په مناسبت خپور شوی او له خلکو غوښتل شوي چې خپلو لاریونونو ته دوام ورکړي. په بیان کې دا هم ویل شوي چې ایران به د هرمز تنګي مدیریت یوې نوې کچې ته لوړ کړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې د پاکستان په منځګړیتوب د تهران او واشنګټن ترمنځ د دوو اونیو اوربند اعلان شوی دی. ټاکل شوې چې د دواړو هیوادونو لوړ پوړي پلاوي د جمعې یا شنبې په ورځ په اسلام اباد کې خبرې پیل کړي.

🌐 #ایران #امریکا #منځنی\_ختیځ #اوربند

Author