د چین حکومت اعلان وکړ چې د طالبانو حکومت او پاکستان استازو د تاوتریخوالي پر ژر کمولو هوکړه کړې ده. دا تفاهم د چین په ارومچي ښار کې له یوې اونۍ پرله پسې خبرو وروسته ترلاسه شوی دی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند تایید کړه چې دا لیدنې د سرحدي شخړو د حل په موخه په رغنده فضا کې ترسره شوې دي. د دواړو لورو ډیپلوماټیکو او امنیتي پلاویو د نورو نښتو د مخنیوي پر خپلو ژمنو ټینګار وکړ.

د دواړو ګاونډیو ترمنځ تاوتریخوالی له وروستیو سرحدي نښتو او هوایي بریدونو وروسته زیات شوی و. د طالبانو حکومت او پاکستان استازو په دې بهیر کې د چین د منځګړیتوب له رول څخه مننه وکړه.

#چین #طالبان #پاکستان #سرحدي\_شخړې

🌐

Author