د پاکستان د سوداګرۍ وزیر جام کمال خان ویلي چې له افغانستان سره هر ډول تعامل او د سوداګرۍ پراختیا د طالبانو لخوا د ترهګرۍ پر ضد په عملي اقداماتو پورې اړه لري. نوموړي په یو بیان کې ویلي چې که څه هم هېواد یې خبرو او سوداګرۍ ته لیواله دی، خو لومړیتوب یې خپل امنیت دی .
کمال خان ادعا کړې چې په افغانستان کې د وسله والو پټنځایونه شته او په وروستیو میاشتو کې په پاکستان کې بریدونه ډېر شوي دي. هغه ټینګار وکړ چې تر هغه وخته چې د ترهګرۍ ستونزه حل نه شي، اقتصادي اړیکې په نورمال ډول مخ ته نشي تللی او ترهګر باید مهار شي .
د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې د تورخم او چمن لارو د بندیدو له امله له سختو ستونزو سره مخ دي. په داسې حال کې چې طالبانو تل دا تورونه رد کړي چې ګواکې خاوره یې د نورو پر ضد کارول کېږي، خو سوداګر او عام خلک د دې سیاسي ناندریو اصلي قربانیان دي .