د طالبانو د حکومت د دفاع وزیر یعقوب مجاهد په کابل ښار کې د چین له سفیر ژاوشینګ سره وکتل او د وروستیو پرمختګونو په اړه یې خبرې وکړې. د دې ناستې اصلي تمرکز دوه اړخیزې اړیکې او په ارومچي کې له پاکستاني چارواکو سره د طالبانو د پلاوي د وروستیو خبرو پایلې وې.

د دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان وکړ چې د چین سفیر د ارومچي د ناستې ستاینه کړې او د دې خبرو د دوام غوښتنه یې کړې ده. یعقوب مجاهد هم ټینګار وکړ چې د سیمې امنیت مهم دی او خبرې اترې د ثبات د تامین لپاره غوره لار ده.

دا لیدنه په داسې حال کې ترسره کیږي چې د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ د امنیتي مسایلو پر سر تاوتریخوالی زیات شوی دی. د سیمې څو هیوادونه هڅه کوي چې د دیپلوماتیکو خبرو له لارې په سیمه کې د پوځي نښتو مخه ونیسي.

🌐 #افغانستان #چین #طالبان #پاکستان #ډیپلوماسي

Author