د ازبکستان هیواد سرحدي ځواکونو له افغانستان سره پر پوله د څه باندې یو سلو نوي کیلوګرامه چرسو د نیولو خبر ورکړی دی. دا توکي په ډیر مهارت سره په یوه باروړونکي موټر کې ځای پر ځای شوي وو چې له افغانستان څخه راته.

راپورونه ښیي چې قاچاقبرانو دا مخدره توکي په دوه پوښه دیګونو کې پټ کړي وو. امنیتي ځواکونو د موټر د بار له دقیقې پلټنې وروسته چې سلګونه دیګونه پکې وو، په صندوقونو کې د دې توکو په موندلو بریالي شول.

د دې باروړونکي موټر چلوونکی د سرخان دریا ولایت یو ځوان دی او اوس مهال د پولیسو تر څارنې لاندې دی. په وروستیو اونیو کې د افغانستان له پولو څخه د منځنۍ اسیا هیوادونو ته د مخدره توکو قاچاق ډیر شوی دی.

🌐 #افغانستان #ازبکستان #مخدره\_توکي #پولې\_امنیت

Author