باخبره سرچینو تایید کړې چې علي احمد سیفي د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت د کتلوي معافیت برخې د نوي رئیس په توګه ټاکل شوی دی. هغه په دې مهم روغتیایی اداره کې د عبدالحکیم همت ځای ناستی شوی دی.

دا بدلونونه وروسته له هغه راځي چې د مالي فساد د تورونو له امله د عبدالحکیم همت د ګوښه کېدو راپورونه خپاره شول. تر دې وړاندې هم نوموړی د طالبانو حکومت د عامې روغتیا د پخواني وزیر لخوا له دندې لرې شوی و.

سرچینې وایي چې دې مقام ته د ښاغلي همت بیا راتګ د اداري اصولو خلاف کار و. اوس د ښاغلي سیفي په ټاکل کېدو سره، تمه کیږي چې د واکسیناسیون بهیر او روغتیایی خدمتونه به ښه شي.

🌐 #افغانستان #طالبانو\_حکومت #عامې\_روغتیا

Author