د ملګرو ملتونو پرمختیایي پروګرام د جاپان هېواد په مالي ملاتړ په افغانستان کې د دوه اعشاریه پنځه دېرش میلیون ډالرو په ارزښت یوه نوې پروژه پیل کړې ده. دا پروژه د بلخ او نیمروز ولایتونو د زیان منونکو ټولنو د ملاتړ لپاره ده.

د دې طرحې اصلي موخه د هغو خلکو ملاتړ دی چې د اقلیمي بدلونونو، اقتصادي بې ثباتۍ او د راستنېدونکو د فشار له ننګونو سره مخ دي. په دې پروګرام کې افغان ښځو، ځوانانو او د ښځو تر سرپرستۍ لاندې کورنیو ته ځانګړې پاملرنه شوې ده.

دا پروژه همدارنګه هڅه کوي چې د بدیل معیشت په رامنځته کولو سره په غیر قانوني اقتصاد د خلکو تکیه کمه کړي. د اوبولګولو سیسټمونو او د اوبو سرچینو مدیریت په څېر د تولیدي زیربناوو ښه کول هم د دې طرحې برخه ده.

🌐 #افغانستان #ملګري\_ملتونه #جاپان

Author