د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو په نوملړ کې د څلورو جګپوړو چارواکو د معلوماتو تازه کول غیر معقول او بې اغیزې بللي دي. هغه دا ګام د افغانانو د حقونو پر وړاندې ښکاره ظلم وباله.
د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې په دې وروستیو کې د محمد حسن اخند، عبدالغني برادر، امیرخان متقي او هدایت الله بدري د پېژندنې اسناد د بایومتریک او پاسپورټ له جزئیاتو سره تازه کړي دي. دا کسان د سفر له محدودیتونو او د شتمنیو له کنګل کېدو سره مخ دي.
مجاهد له نړیوالو بنسټونو وغوښتل چې د سیاسي فشار د وسیلې په توګه د بندیزونو د کارولو پر ځای د تفاهم لپاره لاره هواره کړي. له څلورو کلونو وروسته هم د بندیزونو د لیرې کولو غوښتنې بې ځوابه پاتې دي.
#افغانستان #بندیزونه #طالبان #ملګري\_ملتونه
🌐