امریکایي رسنیو تایید کړې چې په سپینه ماڼۍ کې د خبریالانو په مراسمو کې د ډزو په تور نیول شوی کس د کالیفورنیا یو ښوونکی او پروګرامر دی. دغه ۳۱ کلن کس کول توماس الن نومیږي او اوسمهال په توقیف کې دی.
معلومات ښیي چې هغه د کالیفورنیا له پوهنتونونو څخه د کمپیوټر ساینس او میخانیک انجینرۍ په برخو کې لوړې زده کړې لري. په ټولنیزو شبکو کې د هغه پروفایل او عکسونه له هغو انځورونو سره بشپړ سمون لري چې مخکې خپاره شوي وو.
د هغه پخوانیو استادانو د دې خبر په اورېدو حیرانتیا ښودلې او هغه یې یو تکړه محصل بللی دی. نوموړی په یوه روزنیز شرکت کې د میاشتې غوره ښوونکی هم پاتې شوی او سیاسي کمپاینونو سره یې د مالي مرستې مخینه هم درلوده.
#امریکا #سپینه\_ماڼۍ #کالیفورنیا #ښوونکی
🌐