په هرات ولایت کې سیمه ییزو سرچینو تایید کړې چې د ارباب داوود په نوم یو مشهور ځمکوال د پنجشنبې په ورځ د ناپېژاندو وسله والو لخوا وژل شوی دی. دا پېښه د هرات ښار په یوولسمه امنیتي حوزه کې رامنځته شوې ده.

راپورونه ښيي چې ارباب داوود په اصل کې د بادغیس ولایت د مرغاب ولسوالۍ اوسېدونکی و، خو د هرات په شیدایي سیمه کې یې ځمکې لرلې. تر اوسه د دې برید د اصلي څرنګوالي او انګېزې په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.

د طالبانو حکومت تر اوسه د دې پېښې په تړاو کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو اونیو کې په بېلابېلو ولایتونو کې ورته مرموزې وژنې د پام وړ زیاتې شوې دي.

#هرات #امنیت #افغانستان

🌐

Author