د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې د وروستي وسله وال برید د اتو قربانیانو جسدونه بالاخره د دغه ولایت د اوسېدونکو په پراخ حضور کې خاورو ته وسپارل شول. ویرجنو کسانو له خاورو ته سپارلو وروسته سړکونو ته راووتل او د شعارونو په ورکولو سره یې خپله غوسه څرګنده کړه.

سیمه ییزې سرچینې وايي چې خلکو غوښتل د صادقیه په جومات کې د جنازې له لمانځه وروسته جسدونه پلي زیارت ته یوسي، خو د طالبانو د حکومت سیمه ییزو چارواکو د امنیتي اندېښنو له امله د دې کار مخه ونیوله. په دې مراسمو کې سیمه ییزو چارواکو ګډون نه درلود.

تر اوسه د دې پېښې ۱۲ تنه ټپیان د هرات په حوزوي روغتون کې بستر دي چې د یوه روغتیایی وضعیت نازک ښودل شوی دی. تر اوسه کومې ډلې د دې مرګوني برید مسوولیت نه دی منلی.

#افغانستان #هرات #امنیت #سیمه\_ییز\_خبرونه

🌐

Author