لونا دروز د پنځمې ښځې په توګه د امریکا د کانګرس پخوانی غړی او د کالیفورنیا د والي نوماند اریک سوالول پر جنسي تېري تورن کړی دی. هغې په یوه خبري ناسته کې ادعا وکړه چې په ۲۰۱۸ کال کې د دې سیاستوال له خوا پرې برید شوی دی.
د لونا په وینا، سوالول هغه یوه هوټل ته له بللو وروسته د هغې په څښاک کې د بې هوښۍ درمل اچولي او د بې هوښۍ په حالت کې یې پرې تېری کړی دی. هغې ټینګار وکړ چې دې پېښې د هغې پر رواني روغتیا ژورې اغېزې کړي او کلونه یې له رواني ستونزو سره مبارزه کړې ده.
د دې ښځې مدافع وکیل اعلان کړی چې د پیغامونو او شاهدانو په ګډون به کافي شواهد پولیسو ته وسپاري. سوالول چې د دې تورونو له مطرح کېدو وروسته یې خپل ټاکنیز کمپاین ځنډولی، تر دې وړاندې ورته ادعاوې ناسمې بللې وې.
#امریکا #سیاست #ښځو\_حقونه
🌐