د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي اعلان کړی چې د طالبانو د حکومت او پاکستان تر منځ د تاوتریخوالي زیاتیدو د مسکو د اقتصادي پروژو پلي کول ځنډولي دي. په دې پروژو کې د ټرانس افغان ریل پټلۍ او د تیلو د تصفيې یوه کارخانه شامله ده.
د ضمیر کابلوف په خبره د دې طرحو عملي چارې لا نه دي پیل شوي او یوازې د ډیزاین په پړاو کې پاتې دي. نوموړي ټینګار وکړ چې روانو شخړو د پرمختګ مخه نیولې او پر ځمکه د کار پیلولو لپاره شرایط برابر نه دي.
روسیې غوښتل چې د دې ریل پټلۍ له لارې د عرب سمندرګي بندرونو ته لاسرسی ومومي. خو ځینې کارپوهان اوس د افغانستان لویدیځ مسیر د دې موخو لپاره یو اسانه بدیل بولي.
#افغانستان #روسیه #اقتصاد #پاکستان
🌐