د هرات ولایت په ده میري کلي کې د دیارلسو کسانو له وژل کیدو شپږ ورځې تیریږي خو تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی. دا کلی چې ډیری اوسیدونکي یې شیعه ګان دي د ښې هوا له امله د کورنیو د تفریح ځای دی.
یو عیني شاهد وايي چې څلور وسله وال کسان په موټرسایکلونو راغلل او د ښځو او نارینه وو له جلا کولو وروسته یې ډزې پیل کړې. دغو کسانو تر برید وړاندې خلکو ته په سختو ټکو خبرداری ورکړی و چې د تفریح لپاره دې سیمې ته رانه شي.
په هرات کې د طالبانو د حکومت سیمه ییزو چارواکو تر دې وړاندې د یو کس د نیول کیدو خبر ورکړی و خو نور جزییات یې نه دي ورکړي. د روښانه معلوماتو نشتوالي د خلکو اندیښنې زیاتې کړې دي.
#هرات #افغانستان #امنیت #برید
🌐