په کندهار ولایت کې سیمه ییزو سرچینو خبر ورکړی چې د طالبانو حکومت استخباراتي ځواکونو د دې ډلې پخوانی لوړپوړی چارواکی معتصم آغا جان نیولی دی. نوموړی څو ورځې وړاندې له کابل څخه کندهار ته د سفر پر مهال ودرول شو او نامعلوم ځای ته لیږدول شوی دی.

د دې نیونې لامل د کړکیچونو د کمولو په موخه د افغانستان او پاکستان د دیني عالمانو ترمنځ د ګډ جوړښت رامنځته کولو لپاره د هغه هڅې بلل شوې دي. پر دې سربیره د هغه خپلواکو سیاسي فعالیتونو او په بیلابیلو برخو کې پانګونې د طالبانو حکومت مشري ناراضه کړې وه.

معتصم آغا جان چې د طالبانو حکومت په لومړۍ دوره کې د مالیې وزیر و له دې وړاندې هم د استخباراتو لخوا نیول شوی دی. هغه د یو منځلاري کس په توګه پیژندل کیږي خو د طالبانو حکومت هر ډول غیر رسمي فعالیتونه د ځان لپاره ګواښ ګڼي.

🌐

#افغانستان #کندهار #د\_طالبانو\_حکومت

Author