یوې سویسي رسنۍ راپور ورکړی چې د طالبانو حکومت د افغانستان له هوايي حریم څخه د نړیوالو الوتنو د تیریدو له لارې هر کال لسګونه ملیونونه ډالر عاید ترلاسه کوي. د هوايي ترافیکو د کنټرول پرمختللي سیسټم د نشتوالي سره سره هره ورځ نږدې دوه زره الوتکې له دې لارې کار اخلي.

په منځني ختیځ او اوکراین کې د امنیتي محدودیتونو له امله د الوتنو د مسیر بدلون د دې لامل شوی چې هوايي شرکتونه د افغانستان له فضا تیر شي. د طالبانو حکومت د هرې الوتکې د تیریدو لپاره اووه سوه امریکايي ډالر اخلي چې یو ثابت عاید جوړوي.

په هیواد کې د معیاري هوايي چلند خدماتو په نشتوالي کې پیلوټان اړ دي چې خپل موقعیت او سرعت په مستقیم ډول له یو بل سره همغږي کړي. دې وضعیت د الوتنې د خوندیتوب دروند پیټی د الوتکې د کارکوونکو پر اوږو اچولی دی.

🌐

#افغانستان #هوايي\_چلند #اقتصاد

Author