د ازبکستان حکومت له افغانستان سره د سوداګرۍ لپاره یو نوی میکانیزم جوړ کړی چې د رسمي پېر او پلور بازار پر بنسټ کار کوي. د دې ګام موخه د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د راکړې ورکړې ساده کول او خوندي کول دي.

په دې نوي سیسټم کې ازبک سوداګر کولای شي خپل توکي په یوه ځانګړي پلیټ فارم کې وړاندې کړي او افغان پلورونکي یې په مستقیم ډول وپېري. تادیات د بانکي تضمینونو له لارې ترسره کېږي ترڅو د پیسو د ورکېدو خطر کم شي.

د ازبکستان چارواکي وايي چې دا طریقه کولای شي د افغانستان او ازبکستان ترمنځ سوداګري زیاته کړي. ازبکستان د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژندلو سره سره له افغانستان سره ښې سوداګریزې اړیکې لري.

🌐 #افغانستان #ازبکستان #اقتصاد

Author