د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې د مسکو او د طالبانو د حکومت ترمنځ نظامي او تخنیکي تړون یو چوکاټي ماهیت لري. هغه ټینګار وکړ چې دا سند به په راتلونکي کې د نویو تړونونو د لاسلیک لپاره قانوني زمینه برابره کړي.
ښاغلي کابلوف له روسي رسنیو سره په مرکه کې وویل چې دا تړون اوسمهال تر ډېره عملي بڼه لري او تمرکز یې د هغو روسي او پخوانیو شوروي نظامي تجهیزاتو پر رغونه دی چې افغان ځواکونو ته پاتې دي.
د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت مخکې په مسکو کې د دې تړون د لاسلیک خبر ورکړی و. دوی ټینګار کړی چې دا همکاري یوازې د افغانستان د دفاع او امنیت لپاره ده او د بل هېڅ هېواد پر ضد نه ده.
#روسیه #نظامي #افغانستان
🌐