د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي له ترکیې غوښتي چې په افغانستان کې د درملو د تولید په برخه کې پانګونه وکړي. دغه غوښتنه د انتالیا ډیپلوماسۍ فورم په څنډه کې د ترکیې د سوداګرۍ له وزیر سره په لیدنه کې شوې ده.

په دې ناسته کې دواړو لورو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا او د کانونو او کرنې په برخو کې پر پانګونې خبرې وکړې. د ترکیې د سوداګرۍ وزیر د طالبانو حکومت چارواکو ته بلنه ورکړه چې په نړیوالو نندارتونونو کې ګډون وکړي.

دا غوښتنه په داسې حال کې کیږي چې د ملګرو ملتونو نوی راپور د افغانستان د اقتصاد خراب وضعیت ښیي. راپورونه وایي چې د هیواد سوداګریز کسر نهه میلیارده ډالرو ته رسیدلی او د نړیوالو مرستو کمښت د بې وزلۍ کچه لوړه کړې ده.

#سوداګري #د\_طالبانو\_حکومت #ترکیه #افغانستان

🌐

Author