د طالبانو حکومت د حج او اوقافو وزارت اعلان کړی چې سعودي عربستان ته د افغان حاجیانو د لیږد بهیر په رسمي ډول پیل شوی دی. روان کال به د هیواد له بیلا بیلو ولایتونو څخه شاوخوا دیرش زره افغانان د حج د ادا کولو لپاره سفر وکړي.
د دې وزارت چارواکو ویلي چې دغه لیږد به د آریانا او کام ایر هوایي شرکتونو لخوا په شپږ نوي الوتنو کې ترسره شي. په لومړي پړاو کې به پنځلس زره حاجیان مدینې منورې ته او پاتې نور به جدې ښار ته ولیږدول شي.
د طالبانو حکومت د حاجیانو لپاره د غوره خدمتونو د وړاندې کولو په موخه مخکې له مخکې یو پلاوی سعودي عربستان ته لیږلی و. چارواکي وایي چې د حاجیانو د روغتیا لپاره یې له یوې ځانګړې شفاخانه او نورو خدماتي شرکتونو سره تړونونه لاسلیک کړي دي.
#حج #د\_طالبانو\_حکومت #افغان\_حاجیان #سعودي\_عربستان
🌐